| Attributes | Values |
|---|
| rdfs:label
| |
| rdfs:comment
| - آنتیستنس كلبي فلسفې بنسټ اېښودونكې دى. چې په ۴۴۵م ز كال د آتن ښار كې دې نړۍ ته سترګې پرانېستي دي. په ځوانه ځوانۍ كې د وخت په پوځ كې سرتېرۍ ؤ، كله چې د ګوجياس سوفيست يا ګوګياس سوفيست په نامه فېلسفوف دده وړتيا وليده، نو د خپلې روزنې لاندې يې ونيوو. خو له يو څه مودې وروسته يې له پامه بد راغې. نو له دې وروسته د سقرات څنګ ته ورغې او د هغه څخه په اغيزمن كېدو سره چې يو ساده ډوله، په لږ څه بسيا كوونكې سړې ؤ، څنګ يې ونيول.
|
| image name
| |
| dcterms:subject
| |
| dbkwik:ps.philosop...iPageUsesTemplate
| |
| Color
| |
| dbkwik:resource/68guc8V68X3C4GUjm0JlmA==
| |
| dbkwik:resource/6rHATxTlgvjcpTjRqfw2bA==
| |
| dbkwik:resource/AIkohoIpjnquuQH632ypqQ==
| |
| dbkwik:resource/DVY4WGjUDbvbjokh6GO21Q==
| |
| dbkwik:resource/I8cUPskhjWzz1_crHHHnjg==
| |
| dbkwik:resource/Lpk9J7R2TBTmHEZapsu52Q==
| |
| dbkwik:resource/gZ2SBgQMtd4vG1CYXPwiYQ==
| |
| dbkwik:resource/sLRmQ9NAUIUgRfvkE5K25A==
| |
| dbkwik:resource/wuBNbH0zNvAPmBvHZeG70A==
| |
| abstract
| - آنتیستنس كلبي فلسفې بنسټ اېښودونكې دى. چې په ۴۴۵م ز كال د آتن ښار كې دې نړۍ ته سترګې پرانېستي دي. په ځوانه ځوانۍ كې د وخت په پوځ كې سرتېرۍ ؤ، كله چې د ګوجياس سوفيست يا ګوګياس سوفيست په نامه فېلسفوف دده وړتيا وليده، نو د خپلې روزنې لاندې يې ونيوو. خو له يو څه مودې وروسته يې له پامه بد راغې. نو له دې وروسته د سقرات څنګ ته ورغې او د هغه څخه په اغيزمن كېدو سره چې يو ساده ډوله، په لږ څه بسيا كوونكې سړې ؤ، څنګ يې ونيول. دې د سقرات په غونډو كې له شلېدلو جامو او چاودلي مخ سره كښېناست. نكل كا چې يوه ورځ سقرات ده ته وويل: ولې دومره ځانښودنه! زه ستا لويي (غرور) د شلېدلو او زړو جامو له سوريو څخه ګورم. انتيستنس د سقرات له مرګ څخه وروسته د خپل ښوونځې د بنسټ ډبره په ۳۹۹م.ز كال كېښوده. هغه ځاى چې ده د ښوونځي لپاره ټاكلې ؤ، د لوبو د لوبغاړي څنګ ته د سينارګس (Cynosarges) په نامه ځاى، چې د سپن سپي مانا وركوي، وټاكه. داسې دلائل وړاندې كېږي، چې د ښوونځي په داسې ځاى كې جوړونه چې د سپين سپي په مانا دى، نو له دې وجې دده ښوونځې د كلبيانو په نام يادېږي. ډېر هغه كسان چې دې ښوونځي ته يې مخه كړې ده، ناداره، او بېچاره خلك ول. انتیستنس به يو څادر او چپنه اغوستله، او تل مدام په يې د خپلو شيانو د ساتلو لپاره يوه بوجۍ له ځان سره ساتله. دده د دا ډول جامو اغوستل، ورو ورو د كلبيانو د ښوونځي لپاره رسمي جامې وګرځېدې. د سقرات په څېر انتيستنس هم فضيلت د نېكمرغۍ او خوشبختۍ لپاره اړين او په ځينو وختونو كافي ګڼلو. دده په ګروهه فضيلت هم د پوهې يوه څانګه ده، چې په زدړه كړې سره نه ترلاسه كېدونكې دى. هغه د خپلو مذهبي غوښتنو ته په پام سره يې فضيلت له شيطاني غوښتنو (خوند، هوى او هوس) څخه لرېوالې ګاڼه. ده د همدې مذهبي نظر په اساس نړۍ هم د خداي هوش تر كنټرول لاندې ګڼله.
|