د اسلامي ټولنپوهنې او ختیځ سیاسي مفکر علامه مولانا ابوالحامد محمد بن عبدالله منصور انصاري د دیوبند له علمي او جهادي روزنځای کې روزل شوې، او د شېخ الهند د سیاسي او جهادي غورځنګ څخه یې د اسلام د بریالیتوب او مسلمان امت له انګرېزي استکبار څخه ژغورلو لپاره په مبارزه لاس پورې کړ. دې د شېخ الهند له دسې سرتېرو څخه ؤ، چې د اسلام لپاره یې خپل آل، مال او آن تردې چې خپله کورنۍ هم څار کړه، او انګرېز ضد مبارزې ته یې راودانګل.
د اسلامي ټولنپوهنې او ختیځ سیاسي مفکر علامه مولانا ابوالحامد محمد بن عبدالله منصور انصاري د دیوبند له علمي او جهادي روزنځای کې روزل شوې، او د شېخ الهند د سیاسي او جهادي غورځنګ څخه یې د اسلام د بریالیتوب او مسلمان امت له انګرېزي استکبار څخه ژغورلو لپاره په مبارزه لاس پورې کړ. دې د شېخ الهند له دسې سرتېرو څخه ؤ، چې د اسلام لپاره یې خپل آل، مال او آن تردې چې خپله کورنۍ هم څار کړه، او انګرېز ضد مبارزې ته یې راودانګل. علامه منصور انصاري په ۱۸۸۳ز کال د اتراپردېش ایالت، سهارنپور ولسوالۍ په انبېټه کلي کې د دیوبند دارالعلوم بنسټ اېښوونکي مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمه الله په کاله (د مور له اړخه) دې نړۍ ته سترې پرانیستې دي.