| abstract
| - [[دوتنه:لويېس دوپري او بېنوا.jpg|کيڼ|250px|بټنوک|[[عبدالروف بېنوا]] د راډيو افغانستان پخوانی ریيس، لويېس دوپري ته رباب ډالۍ کوي]] [[پروفېسر]] '''لويېس دوپري''' (۲۳ د اگ سټ، ۱۹۲۵ - ۲۱ د مارچ، ۱۹۸۹ ز.) یو [[متحده ایالاتو|امریکنی]] [[لرغونپوه]], [[وگړپوه]] [[عالم]] او [[د افغانستان کولتور|د افغان کولتور]] او [[د افغانستان پېښلیک|پېښلیک]] کارپوه وه. هغه د [[نانسي دوپري|نانسي هاچ دوپري]] خاوند و, چې اوس په [[کابل پوهنتون]] کې ''د افغانستان مرکز'' [[د بورډ غړی|هيت ريسه غړې]] ده او د [[افغانستان]] په اړه يې ۵ کتابونه هم کښلي دی. له [[متحده ایالاتو]] څخه د مېرمن او خاوند په توگه په گډه د ۱۵ کلونو لپاره په [[کابل]] کې کار وکړ., تر خپلې وسې یې د افغانستان په اړه لیکلي اثار او معلومات راټول کړل. دوي له ۱۹۶۵ز کال تر ۱۹۷۸ز پورې د هېواد هر گوټ ته سفرونه وکړل، ترڅو د لرغوني ځایونو او توکو په اړه مالومات راټول کړي. == لومړي وختونه == دوپري د اگست په ۲۳مه، ۱۹۲۵ز کال د [[گرین ویل, شمالي کاریلونا|گرین ویلي]], [[شمالي کاریلونا]] زېږېدلی. هغه په دوېمه نړیواله جگړه کې د امریکې متحده ایالاتو بحري ځواک په توگه گډون کړی و، او په فلپین کې یې ځای ونیوه. د جگړی په وروستیو کې هغه غوښتل چې ځان د متحده ایالاتو پوځ ۱۱مې ... لوا ته ځان بدل کړي. کله چې دویم نړېواله جگړه پای ته ورسېده، نو ده د هارورډ پوهنتون کې اسیایي [[لرغونپوهنه]] او [[توکمپوهنه]] پیل کړه. وروسته د لېسانس، ماسټرۍ او ډاکټرۍ لاسوندونو ترلاسه کولو وروسته یې وغوښته چې د څېړنیزو موخو لپاره فلپین ته بیا ور وگرځي، مگر د نوموړي دولت له خوا یې غوشتنه رد شوه، مگر په ورته وخت کې په ۱۹۴۹ز کال نوموړی په افغانستان کې د لرغونپوهنیزی څېړنو لپاره وبلل شو. دې کار دده لېوالتیا له ۱۹۵۹ څخه تر ۱۹۸۳ پورې تر اوږدمهاله پورې له سوېل لودیځې اسیا سره جوړه کړه. .{{cite web |url=http://www.iranica.com/articles/dupree-louis |title=DUPREE, LOUIS|accessdate=2011-07-11 |خپرندوی=[[ایرانیکا انسایکلوپیډیا]] پرلیکه بڼه |first=David B. |last=Edwards|date=December 15, 1996}} دوپري په لاندې پوهنتونو کې درس ورکړی دی: *[[هوایي پوهنتون (د متحده ایالاتو هوایي ځواک)|هوایي پوهنتون]] په [[مېکس وېل هوایي ډگر]] *[[د پنسلوانیا ایالت پوهنتون]] (پېن ایالت) *[[پرېنسټن پوهنتون]] په [[نیوجرسي]] *[[متحده ایالتونو پوځي اکاډېمي]] at [[West Point, نیویارک]] *[[د شمالي کارولینا پوهنتون-چپل هېل]] *[[ډوک پوهنتون]] in [[دورم, شمالي کارولینا]] په خپل کاري ژوند کې دې د یو شمېر هېوادونو لکه [[لویدځ المان]]، [[فرانس]]، [[ډنمارک]]، [[سویډن]] او [[برېټانیې]] سره د سلاکار په توگه دنده ترسره کړه، همدارنگه یې له [[د امریکې متحده ایالاتو کورنیو چارو وزارت]] او د ملگرو ملتونو سره د سلاکار په توگه دنده ترسره کړه. دی او دده مېرمن له کمونستي اووښتونه مخکې په یوه لینډ رو ور گاړي کې ډېر ځلې د افغانستان په مختلفو ښارونو کې لیدل شوي چې بې له کوم ساتونکي او موټر چلوونکي به یې خپله موټر چلاوه او له یوه ولایته به بل ته تگ کاوه. د غویي له اووښتونه [[۱۹۷۸ز اپریل]] وروسته ډوپري او مېرمن یې ونیول شوه او له هېواده وشړل شوه. دوي دواړه د امریکې متحدو ایالتونو ته وگرځېده، مگر وخت ناوخته به یې گاونډي پاکستان ته راتلو، چې د شوروي اتحاد برید پر افغانستان له نږدی وڅاري. ډوپري له افغان مجاهدینو سره چې د کمونستي رژیم او شوروي پوځونو سره په جگړه بوخت وه؛ کار وکړ او د هغوي کړنې یې په نړیواله کچه وځلولی. === مړینه=== دوپري د مارچ په ۲۱مه، ۱۹۸۹ز کال د شمالي کارولینا په دورهم کې ومړ، پوره یوه میاشت وروسته له هغې چې د پخواني شوروي وروستی پوځي له افغانستان څخه په تېښته پر شا شو. == کتابونه== * افغانستان (1973) * د افغانستان تاریخي لارښود (1972) * د کابل تاریخي لارښود * د ملي موزیم لارښود == سرچینې== {{Reflist}} == باندنۍ سرچینی== *[http://www.dupreefoundation.org/louis-dupree.htm Professor Louis Duprée] *[http://www.archaeology.org/online/features/afghan/ Museum Under Siege: Full Text by Nancy Hatch Duprée] *[http://www.americanlibrariesmagazine.org/features/12092009/able-afghanistan ABLE in Afghanistan] *[http://www.embassyofafghanistan.org/06.23.08dupree.html Embassy of Afghanistan Hosts Benefit for Afghanistan Center] *[http://www.nytimes.com/2004/05/08/international/asia/08fpro.html?pagewanted=all A Chronicler of Afghan Culture, Now Its Loyal Guard] *[http://www.asiasociety.org/countries-history/traditions/preserving-afghanistans-cultural-heritage-an-interview-nancy-hatch-dupr Preserving Afghanistan's Cultural Heritage: An Interview with Nancy Hatch Duprée] *[http://www.afghanistan-parsa.org/articles/nancy_duprees_love_affair_with_kabul.php Nancy Dupree's love affair with Kabul] *[http://www.flickr.com/photos/unama/3756287493/ Groundbreaking ceremony for new library at Kabul University: 25 July 2009] [[وېشنيزه:امریکایي لرغونپوهان]] [[وېشنيزه:د ۱۹۲۵م کال زېږدنې]] [[وېشنيزه:د ۱۹۸۹م کال مړینې]] [[وېشنيزه:د منځنی آسیا زده کړې]] ل
|